کندهار کې د یوه ځوان جسد موندل شوی

کندهار کې د یوه ځوان جسد موندل شوی


  • 3 اونۍ دمخه (25/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 56

 

یو شمېر سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه وژل شوي ځوان جسد موندل شوی دی. 

د هغوی په وینا، د دغه ځوان جسد نن ورځ د يادې ولسوالۍ په برات کلاچه کې موندل شوی، چې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی او د جسد له موندلو وروسته د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی. 

تر اوسه د یاد ولایت امنیتي چارواکو د دغې پېښې اړوند څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې لامل معلوم دی.  

د دغه ځوان جسد داسې مهال موندل شوی، چې تېره دوشنبه هم د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې په یوه څاه کې د یوه ځوان جسد وموندل شو، چې په چړو وژل شوی و.