ایران ۲ تنه افغانان اعدام کړي

ایران ۲ تنه افغانان اعدام کړي


  • 3 اونۍ دمخه (26/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 41

د ایران د بشري حقونو سازمان (اهنګرو) خبر ورکړی، چې د ایران حکومت د کرج په قزل حصار او بندر عباس مرکزي زندانونو کې دوه تنه افغانان په دار ځړولي دي. 

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد افغانان د تېرې اونۍ په سه شنبه او چهارشنبه د قصدي وژني او نشه يي توکو په تورونو اعدام شوي دي. 

په خبرپاڼه کې د دغو افغانانو له جملې د یوه افغان نوم سردار محمد یاد شوی؛ خو د پاته بل د هویت په اړه څه نه دي پکښې راغلي. 

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تېره اونۍ د سرپرست حکومت د سترې محکمې یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ؛ ترڅو د یاد هېواد له مسئولینو سره په اعدام محکوم شویو افغانانو ته بدیلې لارې ولټوي.