د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
د یادې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښه په باباګګ سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او ژوبل شوي کسان د درملنې په موخه یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرحدي د یادې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده کړې؛ خو د ژوبلو شویو کسانو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې دوې ورځې وړاندې هم په یاد ولایت کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر په نتېجه کې یو کس ووژل شو او یو تن بل ژوبل شو.