په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی

په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی


  • 3 اونۍ دمخه (27/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 37

د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ په وړاندې د لومړني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړی دی. 

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې پیل شوی دی. 

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاین، چې نن پیل شوی او د روانې جنوري ماشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام وکړي، شاوخوا شپږ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د پولیو واکسین پکښې ورکول شي. 

د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال دا فرعي کمپاین داسې مهال پیل شوی، چې د یاد وزارت مسئولین وايي، د روان کال له پیل راهیسې په هېواد کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.