د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په هېواد کې د ټاپي ګازو نل لیکه شپږ کیلومتره غځول شوې ده.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبر د یادې پروژې رئیس مراد امانوف تېره ورځ د یاد ولایت له والي سره په لیدنه کې ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امانوف د یاد ولایت والي ته د همدې پروژې لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او په وینا یې د یادې پروژې کارونه به په چټکۍ سره مخته وړي.
یاده پروژه د ګازو یوه نل لیکه ده، چې په وسیله یې له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته ګاز لېږدول کېږي او په افغانستان کې یې کارونه د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پیل شول، چې تر اوسه شپږ کیلومتره بشپړه شوې ده.