پکتیا کې راکټ چاودنې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پکتیا کې راکټ چاودنې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 اونۍ دمخه (27/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 40

د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ راکټ مرمۍ چاودلو په نتېجه کې یو کوچنی وژل شوی او پنځه کسان نور ژوبل شوي دي. 

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا چاودنه تېره ورځ پر یادو ماشومانو د راکټ د یوې مرمۍ د لوبو کولو پر مهال په ګل غونډۍ کلي کې شوې ده. 

د سرچینې په وینا، ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي؛ خو له جملې یې د دریو ماشومانو روغتیايي حالت نازک یاد شوی دی.

دا چاودنه داسې مهال شوې، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه راپور کې لیکلي وو، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ناچاودو توکو او ماینونو د چاودنو له امله ۵۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.