افغاني سره میاشت وايي، ۳۱ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ماشومان یې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د درملنې شپږو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو ماشومانو د درملنې او عملیاتونو ټول لګښت افغاني سره میاشت ورکوي.
دا ماشومان داسې مهال د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي، چې تېره اوونۍ هم یادې ټولنې ۴۳ تنه پر یاده ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه اوو کورنیو روغتونونو ته وروپېژندل.