کندهار کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

کندهار کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي


  • 3 اونۍ دمخه (27/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 41

د کندهار ولایت امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې پټاکۍ په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي. 

د یادې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې چاودنه نن سهار مهال د یادې ولسوالۍ په حوت غره سیمه کې پر یادو ماشومانو د لوبو کولو په مهال شوې ده. 

په خبرپاڼه کې د یادې چاودنې لامل د ماشومانو بې احتیاطي یاده شوې ده. 

دا چاودنه داسې مهال شوې، چې تېره ورځ هم د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم ووژل شو او پنځه تنه نور ژوبل شول.