د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ د جوزجان- بلخ پر لویه لاره د دوو موټرانو د ټکر په نتېجه کې رامنځته شوې او د رامنځته کېدو لامل یې د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده کړې ده.
د حلیمي په وینا، ټپیان د درملنې په موخه د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ یاد کړی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې دوې ورځي وړاندې په غزني او پکتیا ولایتونو کې هم د جلا- جلا ترافیکي پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.