افغانستان بانک وايي، سبا د یوې داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کوي.
یاد بانک نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا ډالر به د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په موخه لیلام ته وړاندې کړي.
یاد بانک پر شرایطو برابرو صرافانو او بانکو ته په اشارې لیکلي، چې خپل غوښتنلیکونه د لیلام ورځي تر پایه تصفیه کړي.
که څه هم د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت بېرته ترلاسه کولو کافي مالي سرچینې لري او دا په روانه اونۍ کې د ډالرو لیلامولو درېیمه داوطلبي ده؛ خو لا هم افغانۍ د ډالرو په وړاندې په ځوړ کې ده.