غزني کې ګاز نیونې ۲ کسان وژلي

غزني کې ګاز نیونې ۲ کسان وژلي


  • 3 اونۍ دمخه (28/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 36

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په مرکز غزني ښار کې د ګاز نیونې په یوه پېښه کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي دي. 

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ په یوه کور کې رامنځته شوې او د پېښې د رامنځته کېدو لامل یې د یادې کورنۍ بې غوري یاده کړې ده. 

د دغو کسانو د وژلو خبر داسې مهال ورکول شوی، چې په تېره مرغومې میاشت کې د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د روان ژمي له پیل راهیسې په هېواد کې د ګاز په وسیله د ۸۹۴ مسموم شویو کسانو له جملې د ۱۵ ښځو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي دي.