خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ کسان وژل شوي

خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ کسان وژل شوي


  • 3 اونۍ دمخه (29/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 51

 

د خوست ولایت مسئولین خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په علي شېر ولسوالۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ کسان په ډزو وژل شوي دي. 

د یاد ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې په بوخانه کلي کې رامنځته شوې او معلومات ښيي، چې پېښه د یوې شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده. 

ګربز ټینګار کړی، چې امنیتي مسئولین تر سیمې رسېدلي او هڅه کوي؛ ترڅو ژر تر ژره د یادې پېښې عاملین ونیسي. 

دا پېښه داسي وخت رامنځته شوې، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې هم وسله والو کسانو د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ملکیان ووژل او د پېښې پړه د.اع.ش وسله والې ډلې پر غاړه واخېسته.