د لغمان ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودي مرمۍ د چاودلو له امله درې ماشومان وژل شوي دي.
یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا چاودنه تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د یادې ولسوالۍ د اړیني کلي اړوند د غره په یوه لمن کې پر یادو ماشومانو په یوه مرمۍ د لوبو کولو په مهال شوې او لامل یې د ماشومانو بې احتیاطي یاده شوې ده.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره اونۍ په کندهار او غزني ولایتونو کې هم د ناچاودو مرمیو په دوو جلا- جلا چاودنو کې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.