کندهار کې د کتابونو نندارتون پرانېستل شوی

کندهار کې د کتابونو نندارتون پرانېستل شوی


  • 2 اونۍ دمخه (03/02/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 40

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکوي، چې د یوه خصوصي مخابراتي شرکت په همکاري یې د (کتاب د علم ځولۍ) په نوم د کتابونو یو نندارتون پرانېستی دی.

یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نندارتون نن د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ارګ بازار په یوه مارکېټ کې پرانېستل شوی او درې ورځې به دوام وکړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نندارتون په یاد ولایت کې د مطالعې فرهنګ د دودولو په موخه جوړ شوی او زرګونو کتابونه نندارې پکښې وړاندې شوي دي. 

دا نندارتون داسې مهال جوړ شوی، چې د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال په پیل کې هم په یاد ولایت کې د (ښه کتاب او ښه ژوند) په نوم دا ډول نندارتون جوړ شوی و.