ایران پوځیانو ۲ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

ایران پوځیانو ۲ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 2 اونۍ دمخه (03/02/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 47

د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش ویلي، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یو افغان د ایراني پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی. 

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې ډزې تېره ورځ سهار شاوخوا اته بجې په سراوان سیمه کې د ایراني پوځیانو لخوا د افغان کډوالو پر یوه موټر شوي، چې له سراوان څخه خاش سیمې ته روان و. 

په راپور کې راغلي، چې موټر چلوونکی له سیمې تښتېدلی او ژوبل شوی افغان روغتون ته هم نه دی لېږدول شوی. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال په پای کې هم دوه تنه افغانان په یاد ولایت کې د ایران د سپاه پاسداران پوځیانو لخوا د یوه ښخ شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.