نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي، چې نن غرمه مهال د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (U.N.A.M.A) دفتر کې دننه د ټکانو له امله یو کس وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.
رویټرز نړیوال خبري آژانس په یوه راپور کې د یوناما په حواله ادعا کړې، چې ټکان د یوه ط.الب سرتېري لخوا شوي؛ خو د دغه خبر تر لیکلو د سرپرست حکومت چارواکو پدې اړه څه نه دي ویلي.
په دغه راپور کې د پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم معلومه ده، چې مرګ ژوبله چا ته اوښتې ده.