پکتیا کې لېوه ۵ کسان داړلي

پکتیا کې لېوه ۵ کسان داړلي


  • 1 اونۍ دمخه (05/02/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 36

د پکتیا ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې نن سهار وختي یوه غرني لېوه د یوې کورنۍ پنځه کسان داړلي دي. 

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په داړل شویو کسانو کې ښځې هم شاملې دي او د درملنې په موخه د څمکنۍ ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي؛ خو د روغتیایي حالت تر نازکېدو وروسته د ښې درملنې په پار د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لېوه د یادې کورنۍ د غړو له لورې په سر کې له زخمي کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوی دی. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې هم څو لېوانو په میدان وردګ ولایت کې ۱۹ سره پسونه وداړل.