اوچا: روان کال له یو میلیون افغان کورنیو سره نغدي مرستې کوو

اوچا: روان کال له یو میلیون افغان کورنیو سره نغدي مرستې کوو


  • 1 اونۍ دمخه (06/02/2025)
  • سمسور نیوز
  • 68

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي، په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې یو میلیون زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کوي. 

اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرستې له کورنیو سره مرسته کوي چې د ځان لپاره خواړه، درمل او ژمني وسایل برابر کړي. 

اوچا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې روان کال به په افغانستان کې د اړمنو په ګډون ۱۶،۸ میلیونه کسانو ته د اضطراري سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي او ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر مرستندویه بنسټونه وایي، د بودجې د کموالي له کبله نه شي کولای ټولو اړمنو ته رسېدنه وکړي.