د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد شرع راتلونکې اوونۍ فرانسې ته سفر کوي.
د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسې ولسمشر امانول مکرون له احمد شرع سره په ټلیفوني خبرو کې نوموړی فرانیسې ته وربللی دی.
سرچینه زیاتوي، د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر دغه بلنه منلې او راتلونکې به پاریس ته ولاړ شي.
دا سوریې د لنډمهالي حکومت د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اروپایي هېوادونو ته د احمد شرع لومړی سفر دی.
د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې احمد شرع سعودي عربستان او نرکیې ته هم سفرونه کړي او د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي.