بدخشان کې دوه کان کېندونکي مړه شوي

بدخشان کې دوه کان کېندونکي مړه شوي


  • 1 اونۍ دمخه (06/02/2025)
  • سمسور نیوز
  • 38

په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان نړېدو په پېښه کې یو کان کېندونکی مړ شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وایي، دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر (د سلواغې ۱۷مه) د یفتل ولسوالۍ په ګلستان کلي کې رامنځ‌ته شوې ده.

کامګار زیاتوي، په دې کان کې دوه کان کېندونکي هم بند پاتې وو چې د سیمې خلکو په همکارۍ ژغورل شوي دي.

د یادونې ده چې غیر مسلکي استخراج او د خوندیتوب ټکو ته نه پاملرنه وخت ناوخت د هېواد په کانونو کې د ورته پېښو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي چې مرګ‌ژوبله اړوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ په سمنګان ولایت کې هم د یوه کان غورځېدو په پېښه کې دوو کان کېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو بل ټپي شو.