په میدان وردګ ولایت کې د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلي کولو فابریکه جوړېږي.
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې دغه فابریکه به د هندي پانګوالو او میهن سټیل له لوري په مرکز میدان ښار کې جوړه شي.
سرچینه زیاتوي، دغه فابریکه به خامه اوسپنه به په بېلابیلو پړاوونو کې له نړیوالو معیارونو سره سمه پروسېس کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا فابریکه به په ورځني ډول ۱۲،۵ ټنه اوسپنه تولیدوي او زرګونه کسانو ته به پهکې د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال د میدان وردګ ولایت سیمهییزو چارواکو دغو پانګوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکي په وار، وار ټینګار کوي چې اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او دوی د پانګوالو ملاتړ کوي.