د سیمې هېوادونو ته د سرپرست حکومت ډاډ؛ افغانستان کې سوله او ثبات دی

د سیمې هېوادونو ته د سرپرست حکومت ډاډ؛ افغانستان کې سوله او ثبات دی


  • 1 اونۍ دمخه (06/02/2025)
  • سمسور نیوز
  • 63

سرپرست حکومت د د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې ځانګړو استازو شپږمې غونډې ګډون والو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان او سوله او ثبات تامین دي.

په دې غونډه د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپایي ټولنې ځانګړو استازو په افغانستان کې د تېر یوه کال بدلونونو او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه، د افغان ښځو او نجونو حقونو په اړه خبرې وکړې.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلېپ کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې روانې دي او د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې جوړه شوې وه.  

دا غونډه داسې مهال ترسره شوه چې په وروستیو کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.