سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه سپین ږیري جسد موندل شوی دی.
هغوی وايي، د دغه سپین ږیري جسد نن د یادې ولسوالۍ په خیبر غره سیمه کې موندل شوی او وروسته د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دغه کس هویت نه دی معلوم او نه یې هم د خپلوانو په اړه معلومات شته.
د دغه کس جسد داسې مهال موندل شوی، چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې هم د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه ځوان جسد وموندل شو، چې په چړو وژل شوی و.