د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۴۲ تنه افغانان خوشې شوي دي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا کسان تېره پنج شنبه د ننګرهار ولایت پر تورخم سرحدي لار هېواد ته راستانه او د مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په یاد هېواد کې د اوسېدو د اسنادو نه لرلو له امله تر پنځو ورځو پورې په زندان کې وو.
دا کسان داسې مهال له پاکستاني زندانونو څخه آزاد شوي، چې تېره شنبه هم د پاکستان له زندانونو څخه ۹۱ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شول.