فاریاب کې ګازنېونې ۲ کسان وژلي

فاریاب کې ګازنېونې ۲ کسان وژلي


  • 1 اونۍ دمخه (08/02/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 28

د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ګازنېونې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل مسموم شوی دی. 

د یادې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه تېره شپه د تګاب شان بازار په یوه هوټل کې له ګاز څخه د یادو کسانو د زیاتې استفادې او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې مسموم شوی کس د درملنې په پار یوه روغتون ته لېږدول شوی دی.  

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره چهارشنبه د شپې مهال په کاپیسا ولایت کې هم د ګازنېونې په یوه پېښه کې دوې ښځي ووژل شوې او یو کس بل مسموم شو.