د اوبو او برېښنا وزارت د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د واورې او باران له کبله د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د غبرګولي له پنځمې څخه تر اوومې پورې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنجآمو په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو وړاندوینه شوې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت له خلکو غوښتي چې د سېلابونو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غویي میاشتې په نیمایي کې په بدخشان کې د سېلابونو له کبله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي وو.
د یادونې ده چې په افغانستان کې هر کال د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله لسګونه تنه ژوند له لاسه ورکوي او سلګونه د استوګنې کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړېږي.