ملا برادر: هڅه کوو چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړو

ملا برادر: هڅه کوو چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړو


  • 1 اونۍ دمخه (27/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 50

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړي. 

برادر په کابل کې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په پرانېستغونډه کې صنعت د هر هېواد د پرمختګ وسیله بللې او زیاته کړې یې ده چې سرپرست حکومت د صنعتي پارکونو جوړېدو ته لومړیتوب ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، سرپرست حکومت هڅه کوي چې د وارداتو پر ځای کورني تولیدات زیات کړي.

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شوې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې به صنعتي انقلاب رامنځ‌ته شي.

د یادونې ده چې د صنعت اوونۍ په څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې کورنیو شرکتونو خپل بېلابېل ډوله صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته اېښي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.