د افغانستان فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله نن چهارشنبه ( د غبرګولي ۷مه) د مرکزي اسیا په اتلولۍ (کافا) سیالیو کې خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره کوي.
دا لوبه به د کابل پر وخت د مازدیګر ۵:۳۰ بجې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له ترکمنستان څخه ماتې وخوړه او اوس د خپل ګروپ په وروستي ځای کې ده.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله د دې سیالیو په (ب) ګروپ کې له تاجکستان او ترکمنستان سره لوبېږي.