پوتين لويديځو هېوادونو ته: اوکراین سره سوله کوم، خو تاسو به هم خط راکوئ چې ناټو نه پراخيږي

پوتين لويديځو هېوادونو ته: اوکراین سره سوله کوم، خو تاسو به هم خط راکوئ چې ناټو نه پراخيږي


  • 1 اونۍ دمخه (28/05/2025)
  • سمسور نيوز
  • 179

رويټرز د خپلو سرچينو له قوله ويلي، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراین سره د سولې لپاره لويديځ ته ځيني شرطونه ایښي چې پکې د ناټو نه پراخېدل، د بنديزونو کمول او اوکراین کې د روسانو د ساتنې او حقونو ورکړه شامله ده.

راپورنه کاږي، پوتین نه غواړي چې د ناټو فعالیتونه په ختیځ کې ډېروالی پيدا کړي او د پخواني شوروي اتحاد هېوادونه‌ نه ورسره یوځای کیږي.

که څه هم وروستیو کې د امريکا په ګډون ځينو اروپايي هېوادونو پر پوتين فشار راوړی چې له اوکراین سره سوله وکړي، خو پوتين ته نږدې سرچينو بیا ويلي، «پوتين سولې ته ژمن دی، خو مجبور ندی».

هاخوا بیا کییف هم ويلي، لويديځ دې داسې تضمین ورکړي چې اوکراين د روسيې له بريدونو خوندي کړي.

پوتين داسې مهال له لويديځ د ناټو ډ نه پراخېدو ژمنه غواړي چې ۱۹۹۰ زيږديز کال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پخواني شوروي اتحاد له مشر ميخايل ګورباچوف سره ژمنه کړې وه چې ناټو به خپل فعاليتونه ختيځ ته نه پراخوي، خو بیا يې روسیه ځانته ګواښ بللې وه.