د اټومۍ انرژۍ نړيوال اژانس: ايران مونږ سره له همغږي پرته درې سيمو کې هستوي فعاليتونه کړي

د اټومۍ انرژۍ نړيوال اژانس: ايران مونږ سره له همغږي پرته درې سيمو کې هستوي فعاليتونه کړي


  • 5 ورځي دمخه (01/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 95

د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي انرژي او يورانمو غني کولو پر سر د ناندريو پر دوام تازه د اټومي انرژي نړيوال اژانس په يوه راپور کې ويلي دي چې ايران پرته له دې چې دوی سره همغږي ولري، د خپل هېواد درېيو سيمو کې هستوي فعاليتونه کړي دي.

رويټرز ويلي، د ايران دغه چاره به د امريکا، انګلستان، فرانسې، او جرمني له لوري د هستوي قوانینو نقض وګڼل شي او ښايي د تهران او واشنګټڼ ترمنځ د مذاکراتو د بندېدو لامل هم شي.

همدې حال کې بيا د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اټومي انرژي نړيوال اژانس ياد راپور رد کړی دی.

د يادونې وړ ده چې، د ايران او امريکا ترمنځ د مذاکراتو پر مهال د ايران مذهبي مشر ويلي وو چې ايران اړ ندی ترڅو د اټومي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له چا څخه اجازه واخلي.