د راپورنو له مخې، اوکراين د روسيې اوږد واټن ويشتونکي اټومي بم لېږدوونکي الوتکې په نښه کړي دي.
رويټرز ليکلي، دغه بريد د جګړي له اصلي کرښو نږدې ۴ زره او ۳۰۰ کيلو متره لرې سايبريا کې شوی دی.
اوکراين دغه بريد کې د روسيې په بيلايا هوايي اډه کې "Tu-95" او "Tu-22" الوتکې ويشتې دي.
روسيې له دغه الوتکو پر اوکراين بريدونو کې هم ګټه اخيستې وه.
اوکراين داسې مهال ترسره کړ، چې روسيې له دغه هېواد سره د دويم پړاو د مذاکراتو لپاره چمتوالی ښودلی وو.