د افغانستان - پاکستان اړیکې؛ که د شر پر ځای خیر ولټوو؟

د افغانستان - پاکستان اړیکې؛ که د شر پر ځای خیر ولټوو؟


  • 4 ورځي دمخه (01/06/2025)
  • مشتاق رحیمي
  • 42

زه وخت ناوخت د افغانستان پاکستان اړیکو په تړاو لیکم، کله کله "د ورورولۍ ارمانجن" د ښو اړیکو اړتیا ته اشاره کوي او وايي‌ چې بله لار څه ده؟ 

 

نن به هڅه وکړم چې دغه اړخ ته لږ تم شم:

 

د سولې او پراختیا د چارو د ادنی زده کونکي‌ په توګه زما ماته ګوډه زدکړه ماته قناعت راکوي چې په چم ګاونډ کې ښې اړیکې د یو هیواد او ورپورې تړلې ټولې سیمې په خیر ده. پال کولیر، نامتو انګریز وټه پوه، د نړۍ د یو ملیارد ترټولو غریبو انسانانو اړوند خپلې څیړنې The Bottom Billion کې وايي‌ چې دا خلک کابو ۵۸ هیوادونو کې اوسیږي، او د ټولو مشترک ټکي په وچه کې ایسار واړه هیوادونه، اوږد مهاله جګړې ځپلي، د معادنو له کبله را منځ ته شوې بې ثباتي او ورته مسایل یادوي. دا ټولې کیسې مونږ کې شته او د حل لاره یې تر ډیره بریده ګاونډ سره د ښو اړیکو په پاللو کې نغښتې ده. د ګاونډ ښې اړیکې په وچه کې را ګیر سویټزرلینډ د نړۍ غوره اقتصادونو کې ورګډوي، اروپا په ټوله کې د سیمه ایزو شخړو څخه د بډاینې او هوساینې لوړې څوکې ته رسوي. سیمه ایزې ښې اړیکې کولی شي‌ د هیوادونو ترمنځ د بشپړونکي رول لوبولو سره یوه وړتیا په څو وړتیاوو بدلې کړي. 

 

مونږ دغه سیمې سره چې اوس پاکستان نومیږي اوږده مخینه لرو، کلتوري، دیني اړیکې سره لرو، یو بل پورې تړلې وټیزې یا اقتصادي اړتیاوې لرو. دوی زمونږ هیواد کې تولید شوي خامو موادو او معادنو ته اړتیا لري، مونږ د دوی له لارې بحر او د دوی ماهر کارګر ته اړتیا لرو، دوی منځني‌ آسیا ته تګ لپاره لار غواړي‌ مونږ د سوداګرۍ له لارې لاس ته راغلي حق العبور نه ګټه اخیستی شو. باقي د هغوی ولس هم بیچاره دی، مونږ هم بیچاره یوو، د دغه ګټو په مټ دواړه خوا ولسونه له بیچاره ګۍ خلاصیدی شي. بله خوا د عام ولس سره زمونږ د ولسونو په کچه ښايي ترټولو ښې اړیکې د همدې هیواد خلکو سره وي. 

 

نو ډیر لاملونه شته چې لیکوال او د نظر خاوندان اړ کړي چې د وصل لپاره کار وکړي، د سیاسي وضعیت بدلون لپاره کار وکړي، او دا راز په ټوله کې سیمه ایز اتصال له لارې په یو بل د تکیه کیدو په مرسته د دښمنۍ لاملونه له منځه یوسي. 

 

خو ستونزه چیرته ده؟ 

 

که هر څومره دغه د اقتصادي - ټولنیزو ښو اړیکو په اړتیا خبره وکړو،‌ د ولسونو د ښیرازۍ خبره وکړو، د پاکستان وجودي فلسفه دغه کیسې ته اجازه نه ورکوي. د پاکستان پوځ جغرافیه لري، او دا راز دا ملک یو عادي نه بلکې امنیتي هیواد (security state) دی. دغه ډول هیوادونه هر څه ته له امنیتي تناظر نه ګوري، او کلک هیواد Hard State په بڼه فعالیت کوي چیرته چې ولس، علمي شخصیتونه، مدني‌ټولنه او سیاسي ډلې یوازې د یوې نانځکې رول لوبوي.

 

د پاکستان سیکیورټي سټیټ ته چې مشري یې اردو په لاس کې ده لپاره خپله بقا له هر څه لوړه او مهمه ده. د ځان ساتلو لپاره آن په خپل ولس صرفه نه کوي، د ګاونډیو سره شخړه کې یې پنځه واړه ګوتې په غوړو کې وي. دا ډول هیوادونه په دوامداره جګړه کې وي. هغه د نیچه خبره ده چې وايي جګړه مار د سولې پر مهال د ځان سره په جنګ وي. نو دې ډول هیواد سره یوازې دوه ډوله اړیکې پالل کیدی شيو (۱) تل به ورسره په شر او شخړه کې وې (۲) ځان به ورته تسلیموې ترڅو د خپل ولس په څیر تا د خپلو موخو لپاره وکاروي. دریمه لار نشته. 

 

کاش په پاکستان کې امنیتي دولت په عادي دولت واوړي، افغانستان او پاکستان ډیر څه لري چې خپلو کې په تفاهم کارولو سره د دې ټولې سیمې د خیر او آبادۍ لامل کیدی شي.‌ زه هم غواړم چې داسې ورځ راشي چې مونږ دواړه خواوې د یو بل د وړتیاوو او سرچینو په مرسته د یو بل بشپړونکي ثابت شو او د خیر په لور ګامونه پورته کړو. د دې سیمې ولس د هغه څه نه چې دا اوس یې تجربه کوي د خورا غوره حالت حقدار دی. خو د اوس لپاره له بده مرغه دا ارمان یوازې ارمان دی، او هر هغه څوک چې دغه ارمان رښتیا ګڼي، په ډیر ژور خوب ویده دی.