الکساندر: هغه کډوال چې پناه غوښتنې يې رد شوي، بايد درېیم هېواد ته واستول شي

الکساندر: هغه کډوال چې پناه غوښتنې يې رد شوي، بايد درېیم هېواد ته واستول شي


  • 5 ورځي دمخه (02/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 80

د جرمني د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرنيت غوښتنه کړې چې هغه‌ کډوال دې درېيمو هېوادونو ته واستول شي، چې پناه غوښتنې يې رد شوي، خو خپلو اصلي هېوادونو ته نه شي ستنېدلی.

د رويټرز د راپور له مخې، الکساندر دغه راز له اروپايي ټولنې غوښتې چې په‌ دې برخه کې دې يو ګډ هوکړه ليک رامنځته کړي.

نوموړي ويلي، د دې طرحې لپاره د عملي کېدو زمینه برابروو.

دا په‌ داسې حال کې ده چې جرمني ډېری هغه افغان کډوال چې په لویو جرمنو تورن وو، کابل ته راستانه کړل.