امريکا؛ د اسرايلو يرغلمو د خلاصون پر ملاتړي لاريون بريد کې شپږ تنه وژل شوي

امريکا؛ د اسرايلو يرغلمو د خلاصون پر ملاتړي لاريون بريد کې شپږ تنه وژل شوي


  • 5 ورځي دمخه (02/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 51

د امريکا په کولوراډو ايالت کې يو تن پر هغه لاريون بريد کړی چې د اسرايلي برغمل شويو د خلاصون په موخه ترسره کېده.

بريد د يو ۴۵ کلن سړي له لوري شوی چې پکې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د راپورنو له‌ مخې، بريدګر د «فلسطين ته ازادي» شعار ورکولو سره پر لاريونوالو او لګوونکي بمونه غورځولي دي.

ځايي مسوولانو له ټپيانو د يوه حالت د اندیښنې وړ بللی دی.

پوليسو ويلي، بریدګر يې نيولی دی.

دغه بريد داسې مهال کيږي چې تېره میاشت واشنکټن کې د اسرايلو د سفارت دوه کارکوونکي په ډزو ووژل شول.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې امريکا کې د فلسطين ملاتړ د پام وړ ډېر شوی دی.