اوکراین د روسیې پر څلورو هوايي ډګرونو بریدونه کړي

اوکراین د روسیې پر څلورو هوايي ډګرونو بریدونه کړي


  • 4 ورځي دمخه (02/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 116

د مسکو او کیف ترمنځ د مستقیمو خبرو د دویم پړاو پیلېدو په درشل کې، اوکراین د روسیې پر څلورو پوځي هوايي ډګرونو بریدونه کړي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي، له ۴۰ څخه زیاتې روسي جنګي الوتکې په نښه شوې دي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زېلېنسکي وايي، دغه بریدونه د یو نیم کال په اوږدو کې پلان شوي وو.

په ورته وخت کې، روسیې بریدونه تائید کړي؛ خو ادعا کوي چې یوازې دوه موارد یې پر هدف لګېدلي دي.

اوکرایني چارواکي وايي، تر دې څو ساعته وړاندې روسیې هم د ۴۷۲ بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اوکراین خاورې په ځینو برخو برید کړی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روسیې او کیف استازو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو نن د ترکیې په استانبول کې ترسره کېږي.

د خبرو له لومړي پړاو وروسته، چې د روان کال د مې په ۱۶مه په ترکیه کې ترسره شو، دواړو هېوادونو ۱۰۰۰ بندیان تبادله کړل.