د روسيې او اوکراین مذاکرات؛ نن یې دويم پړاو پیلیږي

د روسيې او اوکراین مذاکرات؛ نن یې دويم پړاو پیلیږي


  • 4 ورځي دمخه (02/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 109

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د ترکيې استانبول ښار کې د روسيې او اوکراین دويم پړاو مذاکرات پيل شي.

دا د روسيې او اوکراین د‌ جګړې راهيسې د مستقیمو خبرو دويم پړاو دی او د دې خبرو لومړی پړاو بیا تېره میاشت همدې استانبول کې ترسره شو، خو کومه پايله يې ورنکړه.

د دې مذاکراتو لومړي پړاو کې د دواړو لوريو د ۱۰۰۰ ـ ۱۰۰۰ نظامي يرغمل شويو پر خلاصون هوکړه شوې وه.

دغه مذاکرات چې نن ترسره کيږي اوکرایني پلاوي مشري به پکې د ياد هېواد د دفاع وزير رستم عمروف او د روسي پلاوي مشري به د پوتين سلاکار ميدينسکي کوي.

دغه خبرې داسې مهال پيليږي چې اوکراين د روسيې يوه لويه هوايي هډه په نښه او څلوېښت الوتکې يې ورته له منځه يوړې.