د راپورونو له مخې، اسرايلي ځواکونو غزې کې پر عامو خلکو بريدونه کړې دي.
د اسرايلو دغه بريدونو کې ۴۵ تنه وژل شوي دي چې ماشومان هم پکې شته دي.
اسرايلي ځواکونو تېره اوونۍ هم ورته برید کړی وو چې له ۳۰ ډېر کسان پکې وژل شوي وو.
اسرايلو دغه راز غزې ته په لېږدېدونکو بشري مرستو هم بنديز لګولی دی.
ورته مهال بیا ملګرو ملتونو د اسرايلو له لوري د دغه بريد د څېړنو غوښتنه کړې او غزې ته يې د بشري مرستو په لېږد ټينګار کړی دی.