امريکا کې د افغانانو د وژلو دوام؛ تېرو څلوېښت ورځو کې پنځه افغانان وژل شوي

امريکا کې د افغانانو د وژلو دوام؛ تېرو څلوېښت ورځو کې پنځه افغانان وژل شوي


  • 2 ورځي دمخه (03/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 96

 د راپورونو له مخې، د روان زیږدیز کال د اپريل مياشتې له وروستۍ لسيزې راهيسې تراوسه پنځه تنه افغانان متحده ايالتونو کې په ډزو وژل شوي دي.

همدې وروستیو کې دوه افغانان د دغه هېواد په کنتاکي او کالاهوما ايالتونو کې د ناڅرګنده وسلوالو له لوري وژل شوي چې لا هم د پېښې علت ندی روښانه.

وروستي دوه وژل شوي افغانان د ننګرهار او خوست ولايت اوسېدونکي وو.

له دې وړاندې بیا درې نور افغانان سېلاب، عبدالرحمان او جمال هم وژل شوي وو چې د دوی له منځه يې جمال د پوليسو له لوري وروسته له هغې ووژل شو، چې هڅه يې کوله پوليس ووژني.

د معلوماتو له مخې، د وژل شویو پنځه تنو څخه درې تنه د تخليې پر مهال له هېواد وتلي وو.

راپورونه زياتوي، يادو افغانانو له امريکايي ځواکونو سره دندې هم کړې وې.