د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو د احتمال خبر ورکول شوی

د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو د احتمال خبر ورکول شوی


  • 1 ورځ دمخه (06/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 78

د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د غبرګولي له ۱۶مې څخه تر ۱۷مې پورې په شمال، کابل، پنج‌آمو او ځینو سېلبرونو کې د اوبو کچې لوړېدو وړاندوینه شوې ده. 

یاد وزارت له خلکو غوښتي چې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د معلوماتو له مخې، نن د کابل، بدخشان، ننګرهار، بلخ او پروان په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو د احتمال وړاندوینه شوې ده.