د اسرائیلو د دفاع پخوانی وزیر: تل ابیب په غزه کې د جنایي ډلو ملاتړ کوي

د اسرائیلو د دفاع پخوانی وزیر: تل ابیب په غزه کې د جنایي ډلو ملاتړ کوي


  • 1 ورځ دمخه (06/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 36

د اسرائیلو د دفاع پخوانی وزیر وايي، دغه هېواد په غزه کې د جنایي ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته سپکې او درنې وسلې ورکوي.

آویګډور لیبرمن د اندیښنې په څرګندولو سره ويلي، هېڅ تضمین نشته چې دا وسلې به د اسرائیلو پر وړاندې ونه کارول شي.

په ورته وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې تائید کړې چې هېواد یې په غزه کې د حماس د ماتولو لپاره د جنایي ډلو څخه کار اخلي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه د اسرائیلو له امنیتي چارواکو سره په مشوره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې جنایي ډلې په غزه کې د بشري مرستو له  لېږدونکو لاریو څخه د مرستې په غلا کولو تورنې دي.

تېره میاشت، د اسرائیلي ورځپاڼې هارتز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ابو الشباب له هغو ډلو څخه یوه څخه ده چې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په ملاتړ فعالیت کوي.