په غزني ولایت کې په یوه ټرافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه اموبلانس له پاسو موټر سره ټکر کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې مړه شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو خرابوالی د ټرافیکي پېښو عمده لاملونه ګڼل کېږي چې ډېره کله مرګژوبله اړوي.