اوکرایني چارواکي وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې کیف پر یو شمېر سیمو د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په برید کې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
اوکراییني چارواکي وايي، دغه بریدونه نن سهار ترسره شوي؛ خو ډېری روسي بېپیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي.
اوکراین تېره اوونۍ د روسيې پر څلورو پوځي هوایي ډګرونو او له ۴۰ څخه پر زیاتو روسي جنګي الوتکو برید وکړ.
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی و چې د اوکراین دغه بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو استازو د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې د دویم ځل لپاره مستقیمې خبرې وکړې.
په دې خبرو کې د روسیې او اوکراین استازو د ۱۰۰۰ بندیانو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پرمهال د وژل شویو ۶۰۰۰ سرتېرو د جسدونو پر تبادلې هوکړه وکړه.