د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهگرۍ او مخدره توکو څخه د پاک او سولهییز افغانستان پر ملاتړ تینګار کړی دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې د مرکزي آسیا هېوادونو او هند ډیالوگ څلورمه غونډه د جمعې په ورځ ( د غبرګولي ۱۶مه) په نوي ډيلي کې ترسره شوه.
سرچینه زیاتوي چې د غونډې ګډونوالو د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان اړوند مسائلو په اړه به نږدې همغږۍ او مشورو ته دوام ورکوي.
سرپرست حکومت په وار، وار ویلي چې په افغانستان کې امنیت تامین دی او د داعش په ګډون ترهګرې ډلې ځپل شوې دي.
له بلې خوا، د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د مشر له فرمان وروسته، په افغانستان کې د مخدره توکو کښت او تولید هم صفر ته رسېدلی دی.