د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کولو ټینګار کړی او له له مرستندویه ادارو یې غوښتی چې د راستنو شویو لپاره د سرپناه په جوړولو کې همکاري وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د اختر په مراسمو کې چې د کابینې ځینو غړیو او د یو شمیر هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې حضور درلود، له کوربه هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له صبر څخه کار واخلي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې سرپرست حکومت او هېوادوال باید له راستنو شویو سره مرسته وکړي او د اختر خوښۍ ورسره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایران څخه ډېری راستانه شوي وايي چې په افغانستان کې د سرپناه له نشتون سره مخ دي.
دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې د سرپناه په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
له بلې خوا، ځینې مرستندویه ادارې وايي چې د بودیجې د کمښت له کبله په افغانستان کې ټولو اړمنو کسانو ته مرستې نهشي رسولای.