ایران: امریکا ته د ځینو هېوادونو وګړو پر ورتګ بندیز نژادي تبعیض دی

ایران: امریکا ته د ځینو هېوادونو وګړو پر ورتګ بندیز نژادي تبعیض دی


  • 9 ساعته دمخه (07/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 9

امریکا ته د افغانستان په ګډون د ځینو اسلامي هېوادونو د وګړو د سفر بندیز په اړه د غبرګونونو پر دوام، د ایران بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه غندلې او دا یې یو نژادپرستانه اقدام بللی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې د امریکا دا پرېکړه د دې هېواد د چارواکو د نژادي تبعیض او نژادپرستۍ ښکارندويي کوي، کوم چې د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه ده.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ امریکا ته د افغانستان، ایران او لسو نورو هېوادونو د وګړو پر سفر د بندیز اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ.

ټرمپ وايي چې دا پرېکړه د امنیتي ګواښونو او په امریکا کې د غیرقانوني کډوالو د شتون له کبله شوې ده.