د سرپرست حکومت مشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ وخت تېر شوی او اوس اسلامي نظام په هېواد کې واکمن دی.
شېخ هبت الله اخندزاده په کندهار کې د اختر له لمانځه مخکې په خپله وینا کې ویلي، نړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ نظام رامنځته کړي.
د سرپرست حکومت مشر همدارنګه ویلي چې د تېرو ۵۰ کلونو جګړې د عقیدې او ایمان پر بنسټ وې؛ خو د اسلامي نظام له راتګ سره، جګړه هم پای ته رسېدلې ده.
په ورته وخت کې، رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخند په کابل کې د اختر له لمانځه مخکې په یوه وینا کې د سرپرست حکومت پر مخالفینو غږ وکړ چې مخالفت لاس واخلي او هېواد ته راستانه شي.
اخند د سرپرست حکومت د مشر د عمومي بخښنې فرمان ته په اشارې سره، د سرپرست حکومت مخالفینو ته ډاډ ورکړی چې که دوی افغانستان ته راستانه شي؛ نو هېڅوک به ورته زیان ونه رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت مخالفینو او د نړۍ ځینې هېوادونو په وار، وار په افغانستان کې د یوه شموله حکومت په جوړېدو ټینګار کړی دی.
خو د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې اوسنی حکومت ټول شموله دی او د ټولو قومونو او ولایتونو استازي پکې شتون لري.