كره كتنه څېړنه

پښتو شعرپوهه او غږپوهه سره نه شلېدونکی دي

                                            بندو بست د پښتو شعر ما پيدا کړ         گڼه، شعر د پښتو وو کله سيال ! (خوشا...

ستړې مینه

اورېدلي مې وو چې د شاعرۍ يو لامل د مينې او عاشقۍ سيورې وي چې سړى شعر او غزل ليکلو ته اړ کوي؛ خو دا خبره مې هغه مهال زړه ته ولوېدله، چې د خزان صيب د خزان وهلې سټې په راز پوى شوم. له نوموړي سره شاوخوا دوه کاله چې پیژنم، ظاهري بڼه، عاجز خوي او کليوالي...

په زخمونو کې سندرې

د پښتو غزل اوږد مزل چې د اکبر زمینداوري نه را پیل شوى، لا هم د لوړو او ژورو څوکو په لورې خپل نه ستړي کېدونکى سندریز مزل ترسره کوي.خو د پښتو ژبې د معاصرې شاعرى طلایې دور، له حمزه بابا رح په ابتكار په عالي ډول را پيل شو، په نوي غزلیز بهیر کې د مضمون او...

((په چينارونو دې لمبې پورې شي))

هايكو جاپانى شعر دى.د نوموړي صنف شاعران د خپل اواره توب او ګوشه نيشني له مخې د جاپان له نورو شاعرانو څخه بېل دي. يو څه وخت كېږي چې هايكو پښتو ادب ته لاره پيدا كړې ده.كه څه هم ځينې شاعران د وزن له مخې د نوموړي جاپاني صنف په ليكلو تر يو ځايه بريالي بر...

فریاد او د ولس په ژبه خبرې

(( اصلي شعر هماغه شعر دی چې د ولس په ژبه و اوسي. ځکه شعر څوک د ځان لپاره نه وايي، د ولس لپاره یې وايي او چې د ولس لپاره یې وایي، نو هر شعر چې د ولس په ژبه وي، ولس پرې پوهېدلی شي، دا خپل درد ولس ته رسولای شي او د ولس د هر غړي درد نورو ته رسولای شي زه...

د سالک څو تصوفي بيتونه

مصطفا سالک د نني دور هغه نازک خياله ،خوږ ژبى ځوان شاعر دى چې شعرونه يې د شعر په هر اړخيزې ښکلا مالا مال دي او په پښتنې شعري ښار کې د شعر دنګې ماڼې لري چې دغه ماڼۍ د فکر ، تخيل ، راښکون ، موسيقيت او تردې چې د فلسفې په رنګونولا روښانه دي خو ددې ماڼويو...

د هرې ناستې د ښکلا رنګ کلام

 د پښتو شعر يوه ښه ځانګړنه سندريزتوب يې ده، دغه ځانګړنه ډېر ځله په شعر کې د وزن، دروني اهنګ او غږيزو کلماتو د شتون په بڼه تجسم مومي. په دې بحث کې داسې يو شاعر درپېژنو چې کلام يې له همدغې ښکلا او ځانګړنې برخمن دى. خاوره د ولیانو ده کور د نن...

(د ښوونیزو کتابونو په اړه)

 ټولنز که ټولنیز؟ (د ښوونیزو کتابونو په اړه)   تېر ماښام چې له کابله کور ته راورسېدم نو وړوکی ورور مې، چې تازه یې د ښوونځي څلورم ټولګی پیل کړی، راغی او راته یې وویل: -  لالا! د مکتب شپږو کتابونو ته کتابچې نه لرم، سبا یې ښار نه راته...

هاند؛ د خپلو تجربو شاعر

 دا لیکنه د جعفرهاند د کتابونو په مخکتنه کې اورول شوې!  هر انسان؛ په ځانګړي ډول ځان پېژندونکی او فکرمن همداسې بويه، چې د يوې تجربې او هڅې تر سم نه برياليتوب او نه اغېزناکتيا وروسته د ښې او بريالۍ تجربې لپاره لاره نوې کوي. د ښاغلي هاند...

په کابل کې د جعفر هاند د کتابونومخکتنه!

 نېږدې دېرشو کابل مېشتو فرهنګیانو د تېرې جمعې مازېګر د ښه شاعر،لیکوال او خبریال جعفرهاند د دوو کتابونو مخکتنه وکړه. په دې کتابونو کې یو (نوره دې نه یادوم)د ښاغلي هاند لومړنۍ شعري ټولګه او بل  (نړیوال سازمانونه)یې د ژباړې،لیکنې او څېړنې له...