كره كتنه څېړنه

لرغونې مېنه يوه تل پاتې او ګړندۍ هڅه

لرغونې مېنه دهغه كتاب نوم دې چې دهېواددقلم دډګرتانداو هڅاندستوري،پياوړي اوځوان ليكوال ښاغلي مطيع الله اباسين ليكلى او په دې وروستيوكې دافغانستان داطلاعاتواوكلتوروزارت په مالي لګښت په خوراښايسته سپين كاغذ،ښكلي صحافت اوښې رنګېنې پوښتۍ له چاپه راوتلى دى...

د شعر دا تنکي ګلان

د شعرونو دا مجموعه، زموږ د ګران هېواد افغانستان او پښتونخوا د يو شمېر ځوانو او تنکيو شاعرانو او ناظمانو شعرونه او نظمونه په غېږ کې نيسي. بې له شکه، دا اثر به د برو او لرو ولسونو له پيوستون سره مرسته وکړي او د ځوانو شاعرانو په تشويق کې به بې اغېزې نه...

محمديار؛ ژمن خو هنرمند شاعر

د روان پښتو ادبي بهير يوه غوره ځانګړنه دا ده، چې زموږ ګڼ شاعران تر ډېره بريده ټولنيز مسايل، چې د وطن او ولس دردونه په كې نغښتي په ساده، بې تكلفه خو هنري انداز انځوروي او پخپله بڼه كې دا هغه ډول شاعري ده، چې ډېر ژر د ولس زړه ته لاره كوي. دا زموږ د ب...

کاروان او نوی شعر

دشعر تعریف اوپېژندنه هېڅ ډول برید او پای نه لري. که دا ومنو چې شاعر،دهغه ژبني توان یا ژبنۍ پانګه او دهغه تخیل او پرپوهې دهغه لاس بری، د شعر،دنوښتګر شعر، لومړني تومنې دي. دشاعر کشش،دتخیل لوړوالی یا ژوروالی او پوهنیزه پانګه هغه څه چې کاروان دخپل ژوند...

ژورناليست د زيار

استاد زيار د خپلې وينا له مخې لومړى ژورناليستيکي کارونه پرمخ وړل او ژورناليستيکي ليکنې به يې کولې، هغه هم په ډېره زياته کچه. دې کار بېلابېل لاملونه (عوامل) درلودل، يو دا چې استاد زيار د هغه وخت د ځينو ليکوالو، چې دا کارونه يې پرمخ وړل، تر اغېزې لاندې...

پر پښتني فرهنګ د محمد ګل خان مومند د هلو ځلو اغېزه

لکه څنګه چې دمخه مو وويل، محمد ګل خان مومند لکه د نورو پښتنو مشرانو په څېر نه يوازې د تورې خاوند و، بلکې د قلم او ادب د دنيا لويه شتمني هم ورپه برخه وه او په دې برخه کې هم ډېر زيات خدمتونه کړي دي. که له تفصيل نه ډډه وکړو، نو کېدى شي پر پښتني فرهنګ با...

په افغانستان کې مطبوعاتی او فرهنګې بهیر ته لنډه کتنه

لومړې برخه : مطبوعات چې تر اوسه په نړیواله کچه د دیموکراسی د ارزشتونو په منځ کي د یوه ځواک په توګه وړاندیون کړی څرګندیږي . چی يوه ځوانه ، تازه ، ټولنيزه ، پياړوﺉ او ډيره اغيزه ناکه پديده ده .  همدغه مطبوعاتې خپرونې د ملتونو د ارزښتونو د درنې دن...

دنغمو په باغ کې د پير محمد کاروان شعر او شاعري لومړۍ برخه

د اژدهـــــــا پر ژامه ژوند تــېروو د شېبو زهر څه په خوند تــېروو زړونه مو ړنګ لکه ماڼۍ دکــابل عمر په تــــــــمه د اوربند تېروو لکه طوطيان وهو پنجرې په وزر د آزادۍ په مـــــينه بنــــد تېروو چنار خبرې کوي منتظر ستا دګفتار دی شـیدا بزم چې بل...

همېش خلیل د فیل په غوږ کې

یو دوه کاله د مخه مې د کوزې پښتونخوا د نومیالي لیکوال ښاغلي همېش خلیل یوه لیکې خندنۍ « ډرامه » ولسو تله او څو اونۍ د مخه مې د بي، بي ،سي له راډیو نه د هغه د خندا وړ،مرکه واورېده او اریان خوروته په دې پاتې شوم، چې نه پوهېدم ورته وخاندم او...

زرلښت خفیظ د شهيدانو د چم شاعره

د زرلښت حفيظ (د سولې انتظار) د مېندو مترنمه الله هو للوللو، خپل ماشوم سنګارول، په مينه ورکتل اوخوږې ماشومانه خبرې ورته کول يوه ښايستوکې شاعرانه دنياګۍده.دادنياګۍ ترپلرونو او سړيوډېره دښځو او مېندورسېدلې ده.که شاعرله خيال،مشاهدې او د ژوندله پېښوسره د...