ماشومې له ټوکرۍ د ډوډۍ یوه توکړه را واخیسته او غږ یې کړ: مورې، له څه شي سره یې وخورم؟ مور یې ځان غلی کړ. نږدې ورغله: مورې، ډوډۍ شخه ده، چې( څه) ور سره وخورم؟ د مور سترګو، په يوه شيبه کې، لکه پرمختللی سکنر، ټول کور سکن کړ؛...
په مخکني سېټ کې ورسره څنګ په څنګ کېناستم، موټر حرکت وکړ او له خپل ملګري سره مې وروستۍ خبره بشپړه کړه، هغه د شا سېټ کې له دوو نورو کسانو سره ناست و، د څنګ ملګری مې راته څک شو، مخامخ مې ورته وکتل، په ږیره کې یې سپین او تور وېښته ګډوډ او سره برابر...
موبایل چارجر یې پښو ته غونج منج پروت و: « چې څو بجې به وي؟ » د کړکۍ لور ته یې سترګې واړولې: « بهر خو لا تیاره نه ده » زګیروی یې شو، لاس یې پر دیوال تکیه کاوه، غوښتل یې سر د رڼا لورته جګ کړي،...
سره لمبه یې په کولمو کې تاو راتاو شوه. په ګېډه یې لاس کېښود. له سرک سره د غځېدلي لوی پارک څنګ ته وروګرځېد. د ګڼو ونو منځ ته ورننوت. د نږدې لویې ونې ډډ ته ودرېد. شاوخوا یې ښه وکتل؛ بیا یې د پطلون ځنځير په ګوتوکې ټینګ ونیو. ناببره یې د سپي غپا واورېده....
تورپیکۍ په دفتر کې د کار د مېزشاته ناسته وه. سبا ته د کوچني اختر اوله ورځ وه. هوا سمه توده وه. د مېز په سر ورته د کافي ډکه پیاله پرته وه، دوه غوړپه یې ورنه وکړل، نوره یې حوصله تنګه شوه، له ځایه پاڅېده، مخامخ د دفتر کړکۍ خواته لاړه، د شعبې د ټول...
بوډا په وتوخېدو شو، ساه لنډې يې بیخي زیاته شوې وه، زوی يې امبولانس ته زنګ ووهه، څو شېبې وروسته امبولانس د کور مخې ته ودرید، د څراغونو رڼا ان د کور دننه لږیده، دوه ډاکټران په بیړه له امبولانسه راښکته شول، له موټره يې تذکره راښکته کړه، نرسې استاتیسکوب...
د خياطۍ متر کوډګر ته ورغی او ورته يې وويل :(( له دې چې د هر څه اندازه او متر مې اخيستی بیخی ستړی یم ،ډېر ستړی يم ، زړه مې غواړي بدل شم ،بیخي بدلون وکړم .کولای شې ما څخه يو سپی جوړ کړې؟د لنډو پښو يو سپی له لنډې لکۍ سره ؟)) کوډګر ورته وویل :(( و...
دکوټې ورېې په رپیدلوګوتوپرانیست . په ورو راننوته ،مخامخ راغله ، دکوټې منځ کې لوی تصویرته ودریده ، په سترګوکې ېې اوښکې ډنډشوې.زړه ېې ټوپونه واچول، ته وا سرپرې وګرځيد، کرارځای پرځای کښیناسته . لکه په خونه کې چې ناببره بریښنا لاړه شي ،سترګې ېې پټې او وم...
دوه په سترګو ړانده سوالګر وو. دوئ چې د هارون الرشید د ښځې ملکې زبیدې د سخاوت کیسې اوریدلې وې. نو! ځکه به یې هر سهار د باچا د ښځې د قصر په دروازه کې کچکولونه نیولي وه. یوه ړانده به چې خیرات غوښته، نو! ویل به یې: -خدایه! ستا مهربانۍ ته ناست یم، ستا څ...
ســـتا واده !!! زه چوپ وم ، غږ مې له خولې نه وته . په مات زړه مې د خلکو خدمت کوه، فکر مې کوه چې هېره مې کړې ، نور دې نه یادوم ، نور درته زمزمې نه کوم، د تېر په څېر درته مسکا نه کوم، بیا به دې خبرې نه اورم، ځکه چې د ژوند لاره دې را څخه جل...