خبرونه

ننګرهار کې ۷۸ زره جعلي افغانۍ نیول شوې

د ننګرهار امنیه قومنداني د دغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ حوزه کې د ۷۸ زره جعلي افغانیو د نیولو خبر ورکوي.  یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه جعلي پیسې یې تېره ورځ له اوو کسانو سره یوځای نیولي، چې غوښتل یې خوراکي او غیر خور...

افغانستان د سوېلي کوریا په وړاندې لوبېږي

ټاکل شوې، چې د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په خپله دوهمه کې د سوېلي کوریا له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.  د افغانستان فوټبال فدارسیون وايي، دغه لوبه به نن شپه په سعودي عربستان کې...

تېر کال د شاوخوا ۳۴ زره بهرنیو کسانو تګ راتګ ثبت شوی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره خبر ورکوي، چې په تېر ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کې یې افغانستان ته د ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنیو کسانو تګ راتګ ثبت کړی دی.  یادې ادارې نن د تېر کال په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان د کار او سیاحت په موخه د کابل، بلخ،...

دوغارون کې افغانستان او ایران ۳ میلیارد ډالر سوداګري کوي

ایراني چارواکي وايي، د افغانستان او ایران تر منځ په دوغارون سرحدي بندر کې په کلني ډول شاوخوا درې میلیارده امریکايي ډالره سوداګري کېږي.    دغه خبر په هرات کې د یاد هېواد سرکونسل علي رضا مرحمتي له رسنیو سره شریک کړی او ویلي یې دي، چې یاد بن...

د ایران د صنعت وزیر کابل ته راځي

ټاکل شوې، چې د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک د یوه پلاوي په مشري په نږدې راتلونکې کې کابل ته راشي.  دغه خبر په پلازمېنه کابل کې د یاد هېواد سفارت پرون شپه پر خپله اکسپاڼه ورکړی؛ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.  د دغ...

یو این ډي پي تېر کال ۴۵ کانالونه بیارغولي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (U.N.D.P) خبر ورکوي، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې په افغانستان کې ۴۵ کانالونه بیارغولي دي.  د نوموړي پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کانالونه یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جاپ...

ده سبز کې یو صنعتي ښارګوټی جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې خصوصي سکټور غواړي د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی جوړ کړي.  د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، هغوی د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې پر دغه ښارګوټي به ۱۲...

افغانستان او ایران ۳،۳ میلیارده ډالره راکړه ورکړه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولین وايي، په تېر ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کې افغانستان او ایران له یو او بل سره درې میلیارده او ۳۶۶ میلیونه امریکايي ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.  د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن سهار سمسور نیوز ته ویلي، چې د...

سرپرست حکومت یو امریکايي بندي خوشې کړ

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د جورج ګلیزمن په نوم امریکايي بندي یې خوشې کړی دی.  یاد وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه بندي یې د قطر او متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب خوشې کړی دی.  په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګلیزمن د یوه بشردو...

پروان کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پروان ولایت امنیې قومندانۍ د دغه ولایت د سالنګ ولسوالۍ په روی آب سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه کس د وژل کېدو او اوو تنو نور د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.  یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ ناوخته د یوه پمپک...